{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiepauimscfmpftowckmpribjxhcx26wxo25srjy2jc7hcuf4yytem",
"uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mgms564xdvh2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreichdm7q4rp2eexkagl7clzcbxqe3b46nekglr6pqh4ecvjvz4zxke"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 123917
},
"path": "/a/33699478.html",
"publishedAt": "2026-03-09T10:43:18.000Z",
"site": "https://www.mashaalradio.com",
"tags": [
"پښتونخوا او قبایل"
],
"textContent": "د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او لکي مروتو کې په بېلا بېلو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي. د میرامشا پولیسو مشال راډیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې ناڅرګندو وسلوالو د مارچ پر اتمه د ګل ساخان په نامه ځوان په ډزو وژلی دی. بل پلو د لکي مروت پولیسو ویاند قدرت الله رسنیو ته ویلي چې په نورنګ سیمه کې د وسلوالو د برید پرمهال یو عام وګړی وژل شوی او یو پولیس ژوبل شوی دی.\nدی وايي چې په یوه بله پېښه کې په منجیواله سیمه کې د امارچ پر اتمه د دوو کسانو داسې مړي غورځول شوي چې په ډزو وژل شوي وو. د...",
"title": "په شمالي وزیرستان او لکي مروت کې ۵ کسان وژل شوي"
}