وسله والو په بلوچستان کې ۲ پولیس وژلي دي
مشال راډیو [Unofficial]
March 9, 2026
په بلوچستان کې وسلوالو دوه پولیس افسران په ډزو وژلي دي.يو برید د صوبې په سرښار کوټه کې شوی دی. د هغه ښار د پولیسو ویاند منیر احمد د مارچ پر نهمه، مشال راډیو ته وويل چې وسله والو بیګا تر روژه ماتې وروسته، د ترهرګرۍ ضد پولیسو د څانګې پر يو افسر، ميټا خان برید وکړ.
د احمد په وينا انسپېکټر ميټا خان په صدر تاڼه کې له کار ختمولو وروسته کور ته روان وو چې له اسماعیل کلي سره نیږدې ووژل شو. د پولیسو ویاند ویلي چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.
بل پلو د بلوڅ مېشتې سیمې جل مګسي پولیس وايي چې...
Discussion in the ATmosphere