{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreibehc2jghzpuw4heic5n5xzsk4q7cylwuhqowmg72f7ais3lmjf6e",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mgk73ehsdgi2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicz57i4xitac7xzpbrt5axneqept6meszde2bqnjczpubn62fx5im"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 84313
  },
  "path": "/a/several-dead-and-over-two-dozen-injured-in-south-waziristan-lakki-marwat-blasts/33698746.html",
  "publishedAt": "2026-03-08T09:03:46.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پښتونخوا او قبایل"
  ],
  "textContent": "د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي.د کوز جنوبي وزیرستان چارواکو ویلي چې د واڼې په رستم بازار کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي.\nد ضلعي پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل، پېښه د مارچ پر اوومه مازیګر مهال په بازار کې وشوه چې پکې پینځه پولیس او ۱۱ ولسي وګړي ټپي شوي هم دي.\nد چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.\nبل پلو په لکي مروتو کې هم د مارچ پر اوومه په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او...",
  "title": "جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو ۴ تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي"
}