امریکا وايي روسیه ایران ته د دوی د پوځي ځایونو په اړه معلومات ورکوي
مشال راډیو [Unofficial]
March 7, 2026
امریکايي چارواکي وايي، روسیه په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو او پوځي اثاثو د برید لپاره ایران ته معلومات ورکوي. دوی د مارچ پر ۶مه د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ته په دې څرګندونو سره د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه راپور تایید کوي چې وايي ښايي مسکو په هغه پراخېدونکې سیمه ییزه شخړه کې د پام وړ یو غیر مستقیم رول لوبوي.
دا ادعا د امریکا او روسیې د اړیکو له پلوه په یو داسې نازک وخت کې مخې ته راځي چې واشنګټن او مسکو د روسیې او اوکراین د جګړې پر سر اختلاف لري.
امریکا غواړي چې د دوی په هڅو هغه...
Discussion in the ATmosphere