میرامشا کې پر امنیتي پوسته ځانمرګي برید کې ۱ تن وژل شوی ۱۸ ژوبل دي
مشال راډیو [Unofficial]
March 6, 2026
پولیس او استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پر چشمه امنیتي پوسته ځانمرګي برید کې یو کس وژل شوی دی. په میرامشا کې د پولیسو کنټرول خونې مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه ځانمرګي بریدګر خپله له باروتو ډکه لارۍ له پوستې سره وجنګوله چې په نتیجه کې یې یو ولسي وګړی ووژل شو او ۱۸ نور ژوبل شول چې پکې دوه پوځي سرتېري هم شامل دي.
چارواکي وايي، ژوبل کسان د میرامشا روغتون ته رسول شوي دي. د یاد روغتون یو چارواکي اصف اقبال مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو تنانو کې د دوو حالت نازک...
Discussion in the ATmosphere