{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidscdnekukx2xbzkbzibxztfow62ejdti5m3y4zmkmllrq3hwclk4",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mg34beyirao2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicsma23ojnlc4bxjr37324cm5znzpceeakfji7yuao3qizrrt3ydq"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 85070
  },
  "path": "/a/33691855.html",
  "publishedAt": "2026-03-02T08:36:39.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پښتونخوا او قبایل"
  ],
  "textContent": "د خیبر پښتونخوا په بنو کې په دوو جلا جلا پېښو کې يو ولسي وګړي تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي او پر یو کور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه څلور وګړي ژوبل شوي دي.د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، دا ډرون برید د مارچ پر لومړۍ نېټه ماښام مهال د بنو په بکاخېلو کې د عجب خان نومي کس پر کور شوی دی. دوی مشال راډيو ته وويل په هغه حمله کې عجب خان او ورسره دوې مېرمنې او یو ماشوم ټپي شوي دي.\nبل پلو پولیسو د مارچ پر دويمه، رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې بکاخېلو ته څېرمه مهمند خېلو کې بیا وسلوالو د...",
  "title": "په بنو کې يو تن وژل شوی او ۴ کسان په ډرون برید کې ژوبل شوي"
}