{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidlcjunnreu4eh6qwrbealgv32rshepuqgqpgddwtdn5o5pkk7gvq",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mfqule5glbz2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicwteabd2ntdhaii4ahtiesrsbp4ndnfdafufyhdaqfsjqab2git4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 54005
  },
  "path": "/a/iran-us-officials-meet-in-third-round-of-talks-in-geneva/33688612.html",
  "publishedAt": "2026-02-26T08:28:45.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د ایران او امریکا چارواکي د فبرورۍ پر ۲۶مه په جېنیوا کې د درېیم پړاو مذاکرات کوي.دواړو خواوو تر دې مخکې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو په موخه دوه ځلې د عمان په مینځګړتوب نامستقیم مذاکرات کړي دي.\nایرانیو رسنیو د فبرورۍ پر ۲۵مه وویل چې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوی جېنیوا ته تللی دی. \nدا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو ترلاسه کولو اجازه نه...",
  "title": "د امریکا او ایران چارواکي نن په جېنیوا کې د مذاکراتو بل پړاو ته کښېني"
}