{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreicxdavrwymups4yxrgfroabmxofh5iltvmi7jckvrewbidprkmux4",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mfm6vvs3ke62"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreihrgqgp7mqxhfnfdldmqapijmgqhvovlvvqc3sptd2tc3ycvqnhse"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 91575
  },
  "path": "/a/33686814.html",
  "publishedAt": "2026-02-24T10:28:37.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "انځور او ویډیو"
  ],
  "textContent": "د هند په جارکنډ ایالت کې د بیړنیو او مرستندويه طبي چارو ادارې یوه الوتکه لوېدلې چې اووه کسان پکې وژل شوي دي. چارواکي وايي چې د خراب موسم له امله الوتکې ته د لارې بدلولو لارښونه شوې وه، خو تراوسه د پېښې د لامل په اړه پوره معلومات نه لري. د رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو له ویډیوګانو جوړ راپور.",
  "title": "هند کې د بيړنيو طبي چارو الوتکې لوېدو پېښه کې ۷ کسان وژل شوي"
}