اوکرایني چارواکي وايي روسیې یې د تېلو او ګیس پر بېخبنا حملې کړې دي
مشال راډیو [Unofficial]
February 20, 2026
اوکرایني چارواکي وايي، روسیې یې یو ځل بیا د هېواد د تېلو او ګیس پر بېخبنا (انفراسټرکچر) حملې کړې دي. رویټرز اژانس د اوکراین د تېلو او ګیس ادارې (نفتوګاز) د مشر سېرګې کورېڅکي له خولې لیکلي چې روسیې دا بریدونه د فبرورۍ پر ۲۰مه په مرکزي سیمه پولتاوا کې کړي دي چې له وجې یې اورلګېدلی او بېخبنا ته زیان رسېدلی دی.
اژانس وايي، نوموړي پر فېسبوک په بیان کې ویلي چې دا د روان کال له پیل راهیسې ۲۰م ځل دی چې روسیه د نفتوګاز مرکزونه په نخښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د...
Discussion in the ATmosphere