{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreihk4lp2hvuxekkorjlw2r7dg4iot3eqm46az3l5kn3tj23rixkiye",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mf7miyne5gi2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiafxckeapsjorezhhatftgxzmfzjgqzwgrhseriioyx6w3fki7xvi"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 34440
  },
  "path": "/a/us-official-taliban-government-want-release-alqaida-militant-prisoner-exchange/33682354.html",
  "publishedAt": "2026-02-19T11:54:52.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "یو لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امريکايي بنديانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده شبکې يو غړی خوشې کول غواړي.د افغانستان لپاره د امريکايي سفارت شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسمبالي) ډان براون د فبرورۍ پر ۱۸مه پر اېکس په بيان کې تور پورې کړ چې طالبان له امريکا او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.\nبراون له خپل بیان سره د فبرورۍ د ۱۲مې د يوې خبرپاڼې لېنک (تړونی) هم ورکړی چې پکې راغلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د...",
  "title": "امریکايي چارواکی: د طالبانو حکومت د امریکايي بندیانو په بدل کې د القاعده شبکې یو غړی ازادول غواړي"
}