{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiaanddakwdra27i7dfpnnnyuqdkfzvj74s6hlgxlam2d2p5rdxofq",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mf7fs7bgdnc2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreigjbn2owwrllwezv26vei3td2juf4oz7saozwrc6ejiqlp2duavru"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 96491
  },
  "path": "/a/residential-building-collapse-kills-over-a-dozen-in-karachi/33682232.html",
  "publishedAt": "2026-02-19T08:18:52.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پاکستان"
  ],
  "textContent": "د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د يوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.د کراچۍ جنوبي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جاوېد نبي کوسو رسنیو ته وویل چې پېښه د فبرورۍ پر ۱۹مه سهار شاوخوا څلور بجې په سولجر بازار سیمه کې شوې ده. \nد نوموړي په وینا، په ودانۍ کې له سوري پایپه د ګیس (ګاز) جمع کېدو له امله چاودنه وشوه چې په نتيجه کې یې د استوګنې درې پوړیزه ودانۍ ونړېده.\nد مرستندويه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) د عملياتو مشرې کوونکې نشا علي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو...",
  "title": "کراچۍ کې د ودانۍ نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي"
}