امریکا یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې ورسره هوکړه وکړي
مشال راډیو [Unofficial]
February 19, 2026
امریکا یو ځل بیا ایران ته ګواښ کړی چې دا به ورته ښه وي چې له واشنګټن سره یو تړون ته ورسي.د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر ۱۸مه وویل، "ایران به ډېر هوښیار وي که د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره یوه هوکړه وکړي."
دا تر هغې وروسته ده چې فبرورۍ پر ۱۷مه د سوېټزرلینډ (سوېس) په جېنیوا کې د عمان په مینځګړتوب د دواړو هېوادونو د استازو ترمینځ د نامستقیمو خبرو دویم پړاو بې له نتیجې پای ته ورسېد.
لیوېټ خبریالانو ته وویل، په مذاکراتو کې یو څه پرمختګ شوی خو دواړه خواوې لا هم "په ځینو...
Discussion in the ATmosphere