ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې اورښتونو او د موسم خلاف تودوخې د سېلابونو خطر زيات کړی
مشال راډیو [Unofficial]
February 18, 2026
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان په لوېدیزو او جنوبي سیمو کې درانه اورښتونه او د موسم خلاف تودوخه ښايي د سېلابونو خطر زیات کړي. دغه سازمان د فبرورۍ پر ۱۷مه تازه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د روانې فبرورۍ له ۱۶ مې تر ۲۲ مې پورې دا خطر موجود دی.
اېف اې او وايي چې په لوېديزو او جنوبي ولایتونو کې د اورښتونو کچ له عادي حد څخه زیات اټکل شوی دی خو زیاته کړې يې ده چې شمالي او مرکزي سیمې ښايي د اوسط پرتله وچې پاتې شي.
دغه سازمان ویلي...
Discussion in the ATmosphere