رپورټونه وايي پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي
مشال راډیو [Unofficial]
February 15, 2026
د اسراييلي ځواکونو له خوا د فبرورۍ پر ۱۵مه سهار وختي پر غزې تړانګه په تازه هوايي بريدونو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.د غزې د ملکي دفاع او روغتیا چارواکو رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو ته ویلي چې بريدونه د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې شوي دي.
فرانس پرېس اژانس د چارواکو په حواله د وژل شويو شمېر ۱۱ لیکلی دی. د چارواکو په وینا یو برید د بې کوره شويو پر کيمپ او بل په خان یونس کې شوی دی.
د اسراييل پوځ ویلي چې دا بریدونه د حماس له لوري له اوربنده د سرغړونو په ځواب کې شوي دي. امريکا او...
Discussion in the ATmosphere