External Publication
Visit Post

پولیس وايي په مکین کې د طالبانو ۲ حکومت پلوه قوماندانان وژل شوي دي

مشال راډیو [Unofficial] February 14, 2026
Source
د جنوبي وزیرستان په مکین کې نامعلومو وسلوالو دوه حکومت پلوه طالب قوماندانان وژلي دي.د لدې سب ډویژن د پولیسو مشر ډي اېس پي هدایت الله مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ په ۱۳مه ناوخته ماخوستن مهال په زېړ سر سیمه کې نامعلومو وسلوالو د حکومت پلوو یا د ده په خبره پر "ښو طالبانو" برید وکړ چې په نتیجه کې یې د سنګرمل او چینار په نامه قوماندانان ووژل شول. پولیس او ځايي خلک حکومت پلوه طالبان د امن کمېټۍ په نامه هم پېژني او د "ښو طالبانو" نوم هم ورته اخېستل کېږي. او د طالبانو هغه ډلې چې د حکومت پر ضد...

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...