د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: زېمبابوې اسټرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه
مشال راډیو [Unofficial]
February 13, 2026
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې د زېمبابوې ملي لوبډلې اسټرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه.د سري لنکا د کولمبو په لوبغالي کې اسټرالیا د فبرورۍ ۱۳مې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
زېمبابوې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې. براین بېنېټ ۶۴ او تاداوناشي ماروماني او راین برل ۳۵، ۳۵ منډې وکړې.
په ځواب کې د اسټرالیا لومړي څلور بیټران ژر وسوځېدل خو ګلېن میکسوېل او میټ رېنشا ښه توپوهنه وکړه. میکسوېل ۳۱ او رېنشا ۶۵ منډې وکړې. خو تر دې...
Discussion in the ATmosphere