{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreicbd6srorz3srfxujwzqmj3jysu4ezsz67gkw57dadbpoxxsq3mxu",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3meldj4moqww2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibyqcs34g5ri4qqd7kc6zyeacq3v3rcw3r4exnolb6h2oiuqn2z4a"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 115028
  },
  "path": "/a/33674956.html",
  "publishedAt": "2026-02-11T10:31:39.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "ملګرو ملتونو يو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د نجونو پر زده کړو د بندیز د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۱مه په ټوله نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو لاس ته راوړنې لمانځل کېږي خو په افغانستان کې له نجونو څخه تر شپږم ټولګي پورته د تعليم حق اخیستل شوی دی.\nد طالبانو حکومت لا د یوناما د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول غوښتنې رد کړې دي.\nطالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې...",
  "title": "ملګرو ملتونو افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز لیرې کولو غوښتنه تکرار کړې"
}