د اذربايجان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشې شوې
مشال راډیو [Unofficial]
February 8, 2026
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د اذربايجان له بنديخانو ۱۴ افغان بنديان خوشې شوې دي. د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ پر اوومه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې هغه افغانان د اذربایجان د ولسمشر په حکم خوشې شوې دي. په خبرپاڼه کې نه دې ويل شوي چې دا کسان د کومو تورونو په بیناد نیول شوي وو.
دفرورۍ پر شپږمه، متحده عربي اماراتو له خپلو زندانونو څخه د ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی وو. د هغو بنديانو د تورونو يا جرمونو په اړه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه نه وو ويلي خو...
Discussion in the ATmosphere