هند او انګلستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام پایلوبه لري
مشال راډیو [Unofficial]
February 6, 2026
د هند او د انګلستان (انګلینډ) تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډلې د کرکټ د یو ورځني (۵۰ اووره) نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شوې دي.د هند لوبډلې د فبرورۍ پر شپږمه د زېمبابوې په هرارې لوبغالي کې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړ.
هند د فبرورۍ پر څلورمه په نیمه پایلوبه (سېمي فاینل) کې افغانستان ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو فاینل ته وتلې وه.
داراز، د انګلینډ د زلمیو لوبډلې د فبرورۍ پر درېیمه اسټرالیا ته په ۲۷ منډو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره موندلې...
Discussion in the ATmosphere