{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiaxv54jtlo3uonq5b4nbivpfh3kzz2xk3q64rno2i2frui6gqyprm",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3me6sawyjcg52"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidugn6mohwbdsnjtbkepmao7m45gfrwicjm4242aklywi2hdu3dgq"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 71855
  },
  "path": "/a/blast-near-islamabad-shia-imam-bargah/33671190.html",
  "publishedAt": "2026-02-06T09:48:14.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پاکستان"
  ],
  "textContent": "د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې د شیعه ګانو په یوه امام باړه (امام بارګاه) کې چاودنه شوې ده چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.د اسلام اباد پولیسو ویلي چاودنه د فبرورۍ پر شپږمه په ترلايي کلان سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال له امام بارګاه بهر شوې ده.\nپولیس وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید وو خو زیاتوي چې د پېښې نوعیت په اړه کره معلومات به وروسته شریک کړي.\nد اسلام اباد د پولیسو ویاند تقي جواد د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) ته د \"۱۲ کسانو وژل کېدل تایید\" کړي...",
  "title": "په اسلام اباد کې له امام باړې سره نېږدې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي"
}