اردغان وايي د امریکا او ایران ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو پوره هڅه کوي
مشال راډیو [Unofficial]
February 5, 2026
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، پوره هڅه کوي چې د امريکا او ایران ترمینځ ترینګلتیا په سیمه کې د نوې شخړې او ګډوډۍ د پراختیا سبب نه شي. د نوموړي دفتر د فبرورۍ پر پینځمه له مصره د هغه د ستنېدو پر مهال له خبریالانو سره د خبرو جزییات خپاره کړي چې وايي، هغه د تهران او واشنګټن ترمینځ د سفارتي هڅو ستاینه وکړه.
اردغان ویلي دي چې د ټیټې سطحې تر خبرو وروسته د هېوادونو د مشرانو ترمینځ مذاکرات ګټور کېداشي.
نوموړی د فبرورۍ پر څلورمه قاهرې ته د سفر پر مهال له خپل مصري سیال عبدالفتاح السیسي سره...
Discussion in the ATmosphere