{
"$type": "site.standard.document",
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreig3olqw2gjz3ur3bd5ylznqlxsnrkk53mekaef5laywkire3oqhna"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 64031
},
"path": "/a/uae-frees-over-hundred-afghans-from-prisoners-national-day/33670350.html",
"publishedAt": "2026-02-05T12:12:45.000Z",
"site": "https://www.mashaalradio.com",
"tags": [
"خبرونه"
],
"textContent": "په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو له خپلو زندانونو څخه ۱۰۸ افغانان خوشې کړي دي.وزارت د فبرورۍ پر پینځمه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې هغه کسان د اماراتو حکومت د هېواد د ملي ورځې لمانځلو په مناسبت خوشې کړي دي.\nبیان وايي، یوشمېر خوشې شوي افغانان هېواد ته ستانه شوي او نور به \"د اړوندو قانوني پروسو (بهیرونو) تر بشپړېدو\" ورسته هېواد ته روان شي.\nد طالبانو حکومت دا نه دي ویلي چې هغه افغانان ولې د اماراتو په زندانونو کې ول خو وايي چې هغوی د وزارت په...",
"title": "طالبان وايي متحده عربي اماراتو \"۱۰۸ افغان بندیان\" خوشې کړي دي"
}