{
  "$type": "site.standard.document",
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreif7vvrvrkt6r4mi4ve7kspjgvqrgrbvhai46ghfg6b7egbbhzzrzy"
    },
    "mimeType": "image/png",
    "size": 88820
  },
  "path": "/a/militants-blew-up-gas-pipeline-in-lakki-marwat/33670145.html",
  "publishedAt": "2026-02-05T09:33:05.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "د خيبر پښتونخوا په لکي مروتو کې وسلوالو د ګیس نللیکه (پایپلاین) په چوونکو موادو الوځولې ده. د ضلعي پولیسو ویاند قدرت الله مشال راډیو ته وویل، چاودنه د فبرورۍ پر څلورمه ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې د ضلعې په منجیواله سیمه کې شوې ده. \nدی وايي، د پېښې له کبله د لکي مروت ټولو برخو ته د ګیس لېږد درېدلی دی خو زیاتوي چې حکومتي کارکوونکي د نللیکي د ترمیم او د ګیس د بحالۍ هڅه کوي. \nد چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. \nچارواکي وايي، په لکي مروتو کې وسلوالو تېر کال په اوړي کې لږ تر لږه څلور ځلې د ګیس هغه...",
  "title": "لکي مروتو کې وسلوالو د ګیس نللیکه په بارودو الوځولې ده"
}