{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreicefigt4wxwyjnart7yt6lsr4ivlxjxyqsciils2sposafjvpnfna",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mmjgualqxyg2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiczuwk7ynqp6foyazbjr77ln6po4zompcztusrqsbgqqyy33py2oe"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 67328
  },
  "path": "/a/33763144.html",
  "publishedAt": "2026-05-23T07:54:58.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د لوېدیځې سیمې فضايي حریم په لنډمهاله توګه بند شوی دی.\nدا خبرپاڼه په داسې حال کې خپره شوې چې له یوې خوا د ایران او امریکا ترمنځ د یوې ډیپلوماټیکې حللارې او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، او له بلې خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا پوځ یو ځل بیا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.\nد ملکي هوايي چلند ادارې د خبرپاڼې له مخې، د تهران د الوتنو د معلوماتي سیمې په لوېدیځه برخه کې د ټولو مسافرو...",
  "title": "د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د خپل هېواد لوېدیځ فضايي حریم په موقتي ډول بند اعلان کړ"
}