{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreic4eyakk57athtfjx5s7h5wys5q6v32ksxlo7trhp5qdhvftjxtq4",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mmibmasm7r52"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreigqc2unnnulixead7o3s6vrefhuqdegd4mpnjfliemejzq2sbcpwa"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 50412
},
"path": "/a/33762582.html",
"publishedAt": "2026-05-22T19:30:00.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د اذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجییف ویلي، اذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.\nد اذري رسنیو د راپور له مخې، حاجییف پرون جمعه (د مې په ۲۲مه) په باکو کې د نړیوال ښاري فورم ترڅنګ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان دیپلوماتیکه استازولي په کابل کې لا هم د سفیر په کچه فعاله ده.\nهغه زیاته کړه: «زموږ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې...",
"title": "د اذربایجان د ولسمشر سلاکار وايي، هیواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي"
}