{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreig75vjicqbjytho2x3anjbnhelvt7nzz4bjcn5eouioahikewfsla",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mmaayfwcxhv2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibvj25schxzevfirngmzpjdp2jwv4jejnwdwqxvpcm5iwvqa332zi"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 52136
  },
  "path": "/a/33760448.html",
  "publishedAt": "2026-05-19T19:23:53.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، پر ایران یې د نویو بریدونو پلان په وروستۍ شیبه کې لغوه کړ، خو ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ دا هم وویل چې ښایي دې ته اړتیا وي چې امریکا پر ایران یوه بله سخته حمله وکړي.\nډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ټاکل شوې وه چې سه شنبه پر ایران برید وکړي خو د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د مشر په غوښتنه یې دا برید وځنډاوه چې خبرې اترې نتیجه ورکړي.\nولسمشر ټرمپ دوشنبه دا هم ویلي و چې ښایي دی پلان شوی برید دوه یا درې ورځې...",
  "title": "ټرمپ: که ایران خبرو ته چمتو نه شي په څو ورځو کې به برید پرې وشي"
}