{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreigrgozv3dszvtdtx4jtjevb3f5bm3htwofh3uvieqm4imjxt5eu4q",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mmaay5h372k2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreic5u54cu3r3kpr47xyxioyleshxauh2ist42anocjmtkdnxqtkqna"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 120774
},
"path": "/a/33760453.html",
"publishedAt": "2026-05-19T19:34:44.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"راپورونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په راتلونکو اتو میاشتو کې به افغانستان ته یو میلیون او اووه لکه کډوال له ایرانه او شاوخوا یو میلیون له پاکستانه ستانه شي.\nیو شمیر داسې کډوال هم شته چې د کورنۍ یوه برخه یې ایران ته تللې یوه برخه پاکستان ته:\n« زموږ کورنۍ په ایران کې وه. دوی له ایرانه وایستل شوه او زه له پاکستانه؛ هیڅ ډول مرستې نه له ما سره، نه له دوی سره شوې دي. کورنۍ مې د دې لپاره ایران ته تللې وه چې له هغه ځایه یوه اروپایي هیواد ته ولاړه شي خو له بده مرغه ونه شوه. د کور کوم وسایل چې مو درلودل...",
"title": "ملګري ملتونه اټکل کوي چې په څو میاشتو کې به افغانستان ته په میلیونونو کډوال ستانه شي"
}