{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreieibemahaoje2dshldheaoxrv4t4dntw4qkzwi4sq3wj5hzhybcj4",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlypntuu3tz2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreiejew4rokakhejoim5bm3fvmrqoutmtn5lvk4p3jsloerohtv3lry"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 77716
},
"path": "/a/33758410.html",
"publishedAt": "2026-05-16T18:29:51.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د تکواندو په اسیایي سیالیو کې د افغانستان شپږ لوبغاړي ګډون کوي. دا لوبغاړي او د دوی دوه رزونکي د شنبې په ورځ( د مې ۱۶ مه) له کابله منګولیا ته روان شول.\nد تکواندو اسیایي سیالۍ د منګولیا په پلازمېنې اولنباتور کې د سې شنبې په ورځ پيلیږي.\nپه دې سیالیو کې د درې څلویښت اسیایي هیوادو لوبغاړي برخه اخلي چې شمیر یې څه باندې دیارلس سوو ته رسیږي.\nد تکواندو اسیایي سیالۍ د مې تر پنځه ویشتمې دوام کوي.",
"title": "د افغانستان د تکواندو ۶ لوبغاړي په اسیایي اتلولیو کې ګډون کوي"
}