External Publication
Visit Post

په کافا سیالیو کې د فوټبال له شل کلونو کم عمره افغان لوبډله له سیالۍ قرغزۍ لوبډلې سره مسابقه کوي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] May 16, 2026
Source
ټاکل شوې ده چې یکشنبه( د مې ۱۷ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله له قرغیزستان سره لوبه وکړي. دا لوبه د منځنۍ اسیا د « کافا ۲۰۲۶» سیالیو په لړ کې ترسره کیږي چې په تاجکستان کې روانې دي. د دې سیالیو په ترڅ کې افغان ټیم تر اوسه له کوربه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه ماتې خوړلې دي. د کافا ۲۰۲۶ سیالیو کې د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، قیرغزستان او تاجکستان له شل کلونو څخه کم عمره ملي لوبډلو برخه اخیستې ده چې پایلوبه یې د سې شنبې په ورځ ده.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...