د حماس یو چارواکی په غزه کې ووژل شو
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
May 16, 2026
د اسراییل پوځ وایي، د حماس د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد یې په غزه کې وواژه.
حماس ته امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د اسراییل د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د می په ۱۵مه د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړه چې د حماس قوماندان د اسراییلو له لورې د استوګنې پر یوې ودانۍ او یوې نقلیه وسیلې د برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اسراییل د پوځ په وینا عزالدین الحداد هغه څوک دی چې د دوه زره...
Discussion in the ATmosphere