له ایرانه د ورځې ۶ میلیون لیټره تېل پاکستان ته قاچاق کېږي
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
May 16, 2026
په پاکستان کې سوداګرو او د ترانسپورت په کار کې بوختو کسانو د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو ته ویلي چې ایران هره ورځ لږ تر لږه «شپږ میلیون لیټره» تېل په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدوي، هغه اقدام چې د ایران پر ضد د امریکا بندیزونو سرغړونه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، د سون توکو قاچاق د ایران لپاره چې له مالي ستونزو سره مخامخ دی، د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. د ایران، چې په خلیج کې د امریکا تر فشار لاندې دی، د تېلو ګټور صادرات زیانمن شوي او د امریکا او اسرائیل څو اوونیزو بمباریو د دغه هېواد...
Discussion in the ATmosphere