{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreig3p5xwnvs4qz7bkskjfa6ibitcy7vugxk762w7r3raeawc34lbfa",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlxlt4aaet22"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiewmsovltpi4rwvwqbqatrmghykbiohuorhyb52vxonytzloco3we"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 55500
  },
  "path": "/a/33758242.html",
  "publishedAt": "2026-05-16T08:25:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د اوربند له اعلان وروسته د ایران حکومت «پنځه ځله» له امریکا سره د بشپړې هوکړې تر پولو رسېدلی، خو په وروستیو شېبو کې یې شاتګ کړی دی.\nهغه په دې مرکه کې ویلي: «هر ځل چې موافقې ته رسېږي، بله ورځ داسې چلند کوي لکه هیڅ خبرې چې نه وي شوي. دا کار پنځه ځله تکرار شوی. یو ځای کې ستونزه شته. رښتیا خبره دا ده چې (ایراني) لیوني دي.»\nټرمپ زیاته کړه: «او ځکه چې لیوني دي، باید اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.»\nد امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې ایران...",
  "title": "له اوربند وروسته ایران ۵ ځلې له امریکا سره هوکړې ته نژدې شوی و"
}