{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreibmyttotir6zrxolwl32zkxdk4g3sj3cfgb5hy5hmagiy57vyf3si",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlv7dddqrzf2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidkv6nweepgxyurud7ml76hg5nk7uhlq7d6yt5ptzuesvf7wfgxoe"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 127085
  },
  "path": "/a/33757521.html",
  "publishedAt": "2026-05-15T08:07:14.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې باجوړ کې دولتي ځواکونو باندې د وسله والو مخالفینو د پنجشنبې برید کې لږترلږه نهه کسه دولتي ملیشې او لس تنه بریدګر وژل شوي دي.\nچارواکي وايي د برید پیل کې له موټربم کار اخیستل شوی او وروسته نښته شوې ده.\nپېښور کې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي له اوږدې نښتې وروسته بریدګر وتښتېدل، خو لږ تر لږه ۳۵ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.\nپه باجوړ کې یوه بل لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د مرګ ژوبلې شمېر تایید کړ.\nد تحریک طالبان پاکستان ډلې، چې...",
  "title": "باجوړ کې دولتي ځواکونو باندې برید کې لږترلږه نهه کسه دولتي ملیشې او لس تنه بریدګر وژل شوي"
}