{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreia3s7vnjb7xgtzgbj434l3oryeijulbvfgmtnrw4b6lqzcdgcouba",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlr5rn2wqib2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreic2cyqdcdbp5mcn6q4o54wd7oougrrlkuvx5hqps45a2pczdwlke4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 46596
  },
  "path": "/a/33756154.html",
  "publishedAt": "2026-05-13T19:30:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلونو اټکل کړی دی.\nبامیان، میدان‌وردګ، هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت او ورسره سېلونو وړاندوینه شوې ده.\nد هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي‌مترو پورې اټکل کړې ده.\nدا خبرداری داسې مهال ورکول...",
  "title": "د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه شوې"
}