{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreia7frs276qy654d2fjexqpqy7pnotdcaijgikyqoa4ab2r66rd3pq",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlorydwx4cm2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreig2554wsf2jokt26hxg5gyqjq4xh7gvfhvkycdkdnse4m3tsgctl4"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 63214
},
"path": "/a/33755440.html",
"publishedAt": "2026-05-12T18:28:47.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۱۳ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو کم عمره ملي لوبډله د ازبکستان له سیالې لوبډلې سره مسابقه وکړي.\nدا لوبه د دوه زره شپږ ویشتم کال د مرکزي اسیا( کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغان لوبډلې لومړۍ یوه د سې شنبې په ورځ له ترکمنستان څخه درې د یوه په وړاندې ماتې وخوړه.\nد کافا سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلو پکې ګډون کړی دی.",
"title": "د افغانستان د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله له ازبکستان سره لوبه کوي"
}