{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreicwsipfot66yhkptl5f5tej4hkbptlkjplmj55tx474k6pfbn2sy4",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlorxzx7m3m2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreieoxpvtcf7asbfg5ic5rsa5qkkhvhobjgqreh3uwy7h23ia5nblhy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 99610
  },
  "path": "/a/33755442.html",
  "publishedAt": "2026-05-12T18:33:46.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "ټاکل شوې ده چې پنجشنبه( د مې ۱۴ مه) په هند کې د بریکس هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرانیستل شي.\nد هند د بهرنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دا دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه به په پلازمېنې نوي ډيلي کې وي.\nد بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا له لورې تاسیس شو او بیا ایران، مصر، ایتوپيا، اندونیزیا، او متحده عربي امارات ورسره یوځای شول.\nهند سږکال د بریکس سازمان مهالنۍ مشري کوي.",
  "title": "د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په نوي ډیلي کې"
}