{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiesdjmrvlkv5kzkmncvscodiypm3cpnor53tshouvwosn56qcpotm",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlgzieamlr22"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreigbf43gapexivb7rtjysyz75ic5xtrmlsedhlijfjz452nnwa4rhm"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 153883
  },
  "path": "/a/33753394.html",
  "publishedAt": "2026-05-09T17:27:13.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "ټاکل شوې ده چې یکشنبه او دوشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.\nدا وړاندوینه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ وکړه.\nد دې بیان له مخې په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د ورښتونو امکانات شته.\nپه ځینو ولایتونو کې د لسو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل شوی دی.",
  "title": "د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې دوې ورځې پرله پسې د ورښتونو او سیلونو اټکل شوې"
}