{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiabjylvnrvvdtyw3qwufapyk5igy42q6skkmgmzgkm45xqbzql2lu",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlfqft32jgm2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreihft5sq7bvvysrandk2ohsgjdvgmuiknk3v5tsllxgypvlzjutc2u"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 59030
},
"path": "/a/33753203.html",
"publishedAt": "2026-05-09T06:54:29.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام تایید کړه چې د دغه هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي. ډي. ونس سره لیدلي دي.\nتر دې مخکې رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو، د خبرو سرچینو په قول، راپور ورکړی و چې د دوی خبرې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو پر محور راڅرخېده.\nد قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جي. ډي. ونس او قطري چارواکي «د سیمې وروستي پرمختګونه او د...",
"title": "د قطر صدراعظم او باندنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د ایران په اړه خبرې وکړې"
}