{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiarjyt3y4wl45vqqnwaesezcox7pvb2uuv2m2qgvch7tfamib3nzi",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlelur7zi262"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicy4mrl7lgxhd7rloewja624ssyiwaabm5qbrqrxa7xfdon35lgda"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 110165
  },
  "path": "/a/33752886.html",
  "publishedAt": "2026-05-08T18:20:36.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.\nواحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.\nنژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.",
  "title": "د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي"
}