د امریکا د حکومت د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ددغه هیواد لپاره مستقیم ګواښ نه دی بلل شوی
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
May 7, 2026
د امریکا د متحدو ایالاتو د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د غویي په ۱۶مه) د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امریکا لپاره مستقیم ګواښ نه دی بلل شوی.
په دې ۱۶ مخیز راپور کې د ولسمشر دونالد ټرمپ له قوله راغلي چې واک ته د هغه تر ستنېدو یوازې ۴۳ ورځې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې د کابل په هوایي ډګر د برید عامل نیول شوی؛ هغه برید چې پکې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغانان وژل شوي وو. د راپور په وینا، دا کار د ټرمپ ادارې د ترهګرۍ ضد...
Discussion in the ATmosphere