{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreihbnmhbvl2gas3oiugv7g7zvsr24emrmwxkeif6etulow27i7cjl4",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3ml7ng236dew2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreig6c5psv62yjiw6gzrnzkmozjmtw6yb3uzltgpbmr7wbqc3jvjura"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 105006
  },
  "path": "/a/33751301.html",
  "publishedAt": "2026-05-06T19:30:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نژدې شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي.\nاسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ «ایسنا» خبري اژانس ته وویل: «د امریکا طرحه او وړاندیز لا هم د ایران له لوري څېړل کېږي، او ایران به د خپلو نظرونو له بشپړې ارزونې وروسته د پاکستان له لارې مقابل لوري ته ځواب واستوي.»\nهم‌مهاله، «تسنیم» خبري اژانس چې  سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې باخبره سرچینې په...",
  "title": "له امریکا سره د احتمالي هوکړې راپورونو ته د ایران سوړ غبرګون"
}