{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreicdlpeajqijc2xr3dk54zidxxe5llsflnsi4ul7xtauvpipwb4hzu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3ml6kypd3pjt2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreihnshhyepdeen43dtmeszjs2rteeeazxp3sy33exqscjlros4xlfe"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 93424
  },
  "path": "/a/33751122.html",
  "publishedAt": "2026-05-06T10:15:49.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا او ایران ترمینځ د جګړې د پایته رسیدولپاره نویو هیلو سره د چهارشنبې په ورځ  په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې.\nد فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي بحیرې د برنټ نړیوال معیار تېلو بیه ۶.۲ سلنه راکمه شوه او د هر بیرل بیه ۱۰۳.۰۴ امریکايي ډالرو ته راښکته شوه. همدارنګه، د لوېدیځ ټکساس منځني (WTI) تیل  هم ۶.۴ سلنه راټیټ شو او د هر بیرل بیه یې ۹۵.۶۸ ډالرو ته کوزه شوه.",
  "title": "منځني ختیځ کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره نویو هیلو سره نن نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې"
}