{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreigjidbf5pry2altvfu3kjplgbi3utupelvu3jsmnxrfbsvwmsplw4",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3ml4ze3erpov2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicu3d666m5mmwurbykadgnjun5q2qzjrbd5zn3uwozjpcpn2pncyq"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 80241
  },
  "path": "/a/33750634.html",
  "publishedAt": "2026-05-05T18:42:50.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.\nدا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.\nد طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.\nد پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.",
  "title": "د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي"
}