{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreicsqoirffmlmey7sqcjv3ts5wt5ilqoym4suncqs3vtbczn5vuvgu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3ml4zdx4bkvb2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreigd5bqnq4xmdyqszcaz5rkvulz6vo2nypaldengcpzuv6bpla2jfu"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 89660
  },
  "path": "/a/33750635.html",
  "publishedAt": "2026-05-05T18:46:44.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه)   له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.\nد اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.\nد اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.\nد اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست»...",
  "title": "د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي"
}