{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreibkc7bs42xvvnjqqyrzgeluygy4xidbrqqglufle3od4cmpgf6dam",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mku6sdysx2p2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidcwd6l4lmybilzl54ltkqvs3d2syu5rlpqizzvsqwz3ps5lbbv4e"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 121899
  },
  "path": "/a/33747542.html",
  "publishedAt": "2026-05-02T06:55:00.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د وال‌استریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، ایران په خپل نوي وړاندیز کې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د خبرو د بیا پیل لپاره د نرمښت او جوړجاړي نښې ښودلې دي.\nدې ورځپاڼې د جمعې په شپه د خبرو سرچینو له قوله لیکلي چې ایران خپلې پخوانۍ سختې غوښتنې نرمې کړې دي. ایران ویلي چې چمتو دی، په هغه صورت کې چې د امریکا متحدوایالتونه د بریدونو د درولو او د محاصرې د ختمولو ضمانت ورکړي، د مهمو موضوعاتو لکه د هرمز تنګي په اړه هممهاله خبرې وکړي.\nایران تر دې مخکې ټینګار درلود چې باید لومړی محاصره پای ته...",
  "title": "ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره نرمښت ښودلی"
}