External Publication
Visit Post

پنجشنبې زرګونه کسان نور افغانستان ته ستانه شوي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] May 1, 2026
Source
افغانستان کې د طالبانو حکومت دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون رپوټ ورکوي چې پرون څه دپاسه زر کورنۍ چې ۵۳۵۵ غړي لري دهیواد د بیلابیلو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. رپوټ زیاتوي چې لدې جملې ۷۳۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي او سلګونو کورنیو سره نقدې مرستې شوي او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي. بلخوا د پناه غوښتوکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...