{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiayiwlr2a344nz6vzvqpjpneseqkpsftz7ypnm2lf63ws57eycpwq",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mkqeaczmn3n2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreigy44qooixpqqfpoy3pgj3yv3obd4eksrepblrlu7nihvjvglddfe"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 153693
},
"path": "/a/33746565.html",
"publishedAt": "2026-04-30T19:19:43.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.\nد دې ادارې په وینا، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان به د جمعې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.\nپه مختلفو ځایونو کې د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ د باران اټکل کیږي.",
"title": "د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د جمعې په ورځ د ورښتونو اټکل شوی"
}