فرانسه: لسګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته استول شوي
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
April 27, 2026
د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وايي تقریبا ۴۲ ټنه بشري مرستې افغانستان کې ملکي وګړو لپاره استولي دي.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د (۷ ثور) په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې، دغه مرستې د ایربس بنسټ په ملاتړ او د اروپا دبشري هوايي پل له لارې لیږل شوې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوړو ۲۶۸۰ بکسونه او یو ټن طبي وسایل شامل دي.
ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو لخوا د پنځو کلونو څخه کم عمره ۳۲۰۰ هغو ماشومانو باندې وویشل شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ...
Discussion in the ATmosphere