{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreid4bonwjawofqkxyqb3y3na4tn2xwgm7bp4uruemift3nhvbgi53e",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mke5mrfaggp2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidcsvbk34jcq74l76yndl4gfpsqktvr4iomuuubtwz2hjxtha66oy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 62094
  },
  "path": "/a/33742394.html",
  "publishedAt": "2026-04-25T21:37:54.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان اغېزمنوي.\nد افغانستان لپاره د روغتیا دنړیوال سازمان څانګې د شنبې په ورځ، د غويي ۵مه، د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې سره لدې هم  د وقایې، ژر تشخیص او پر وخت درملنې له لارې ژوند ژغورل کېدای شي.\nد ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې په افغانستان کې ټولنې تر ډېره د ګرمو او باراني میاشتو پر مهال له ملاریا سره مخ کېږي.\nروغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې وویل چې د مارچ په...",
  "title": "د روغتیا نړیوال سازمان : ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ اغېزمنوي"
}