{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiamhbzlqemmvqffqaurap73ofsxpoe4rzbxvvacvhnbzj6j5zxgba",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mkd3xbm3lrf2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreiccif3frbpas74t26swvba7zlqd75vtra3byqfdsznmhstxepc3hy"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 158916
},
"path": "/a/33742308.html",
"publishedAt": "2026-04-25T12:09:00.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "روسیې نن سهار( د اپریل ۲۵ مه) د اوکراین په ختیځ کې د دنیپرو پر ښار هوایي بریدونه و کړل. دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې روسیي ځواکونه دا ښار بمباردوي.\nد دنیپرو والي اولیکساندر هانزا وویل چې په ننیو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا اته څلویښت نور ټپيان شوې دي.\nروسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین غیر موجه یرغل وکړ چې دا لړۍ لاهم روانه ده.",
"title": "روسیې د اوکراین پر دنیپرو ښار بمباري وکړه"
}